مینو

د کاتن (Katen Kitchen Ware) معتبر برانډ دا هوښیار تنظیموونکی سیټ په خپل عصري او مینی مال ډیزاین سره ستاسو سینک ته ډیره ښکلې بڼه ورکوي. په دې ټولګه کې د مایع دوه لوښي شامل دي چې بدنې یې له کلک او نه ماتیدونکي پلاستیک څخه جوړې شوي او ظریفې ګونځې لرونکې طرحه یې کټ مټ لوکسو سرامیکي لوښو ته ورته ښکاري. د لرګیو پوښونه او د مات تور رنګ روان پمپونه د دې سیټ مینی مالیسټي ښکلا نوره هم زیاته کړې ده. دا دوه لوښي د سپنج لپاره د یو ځانګړي ځای سره یوځای په یو تور رنګ فلزي سټینډ کې ایښودل شوي چې د رطوبت ضد دی او په لاستیو باندې یې د لرګیو ښکلي کار شوی دی. دا اقتصادي او ښکلی سیټ د نوي کور، ناوې ګانو او مهربانه میندو لپاره یوه تلپاتې ډالۍ ده.