مینو

دا د ټاپ او لمنې دوه ټوټیز مجلسی سټ خورا شیک او ښکلی دی، چې د یخک ډیزاین لرونکي لوړ کیفیت ګیپور څخه جوړ شوی او د هغو نجونو لپاره غوره انتخاب دی چې په فیشن پسې ګرځي. د دې سټ پر ټاپ او ګڼې لمنې باندې اصلي او باکیفیته نګینونه په ظریفو فلزي چوکاټونو کې لګول شوي چې د تالار په رڼا کې ځانګړی ځلا او ښکلا لري. د لمنې پر طبقو او ټاپ باندې کار شوې نري سپین زرین (نقره يي) پټۍ، جامې ته یو پرنسسي او ژورنالي سټایل ورکړی دی. د دې سټ دنننی استر په بشپړه توګه نرم، یخ او د حساسیت ضد دی ترڅو ستاسو کوچنیو شهزادګیو ته په محفلونو کې د حرکت ازادي او پوره راحت ورکړي.
لومړی سایز د ۱ کال لپاره،
دویم سایز د ۲ او ۳ کلونو لپاره،
دریم سایز د ۴ او ۵ کلونو لپاره،
څلورم سایز د ۶، ۷ او ۸ کلونو لپاره او
پنځم سایز د ۹، ۱۰، ۱۱ او ۱۲ کلونو لپاره مناسب دی.