مینو

د وچې مېوې دغه لوکس لرګین سېټ چې په پازلي او دایروي بڼه ډیزاین شوی، د هر ډول وچې مېوې، مغزیاتو، چاکلېټو او تنقلاتو د اېښودلو او مېلمه پالنې لپاره یو بې سارې هنري اثر دی. د بکسونو پر سر د اسلیمي ډوله ظریفو جاليو کیندنې او د لرګي ښکلي لاسته (دستی) د دغه لوښي اصالت او ښکلا نوره هم زیاته کړې ده. دا سېټ ۵ جلا برخې (یو منځنی بکس او څلور شاوخوا هلالي بکسونه) او یوه لاندینۍ دایروي پتنوس لري، چې په مېلمستیاوو او رسمي غونډو کې د وچې مېوې د منظم ترتیب او اسانه لېږد زمینه برابروي.